د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ هستهیي مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د دوام په هوکړې پای ته ورسېدل. نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو پلاویو د خپلو غوښتنو او لیدونو ترڅنک هوکړه کړې چې د مذاکراتو بل پړاو په اړه له داخلي مشورو وروسته پرېکړه وکړي.








