د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو لوی ریاست ته د ترافیکي نظم د لا پیاوړتیا او د ښارونو په کچه د خدماتو د ښهوالي په موخه نوي ورکړل. د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دغه موټرونه چې د ټرافیک پولیسو د ځانګړي رنګ، نښان او عصري تجهیزاتو درلودونکي دي، د ښاري او لویو لارو پر سر د ترافیکي نظم د ټینګښت، د پېښو د مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به اغېزناک رول ولوبوي. د ټرافیک پولیسو مسوولین وايي، د نويو وسایطو په ورکړې سره به د ترافیکي قوانینو د تطبیق کچه لوړه، پېښو ته پر وخت رسېدنه چټکه او د خلکو باور به نور هم زیات شي.








