د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې ۲۵ ټنه غیرمعیاري بېټرۍ يې تر ارزونې وروسته، د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته ګرځولې دي. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې یادو بېټریو اړین معیارونه نه پوره کول. دغې ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې د بېکیفیته او غیرمعیاري توکو له واردولوډډه وکړي.








