د خوست امنیتي مسوولینو ویلي، چې تېر ماښام مهال شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د مرکز اړوند ازادۍ مېنې سیمه کې په یو استوګنیز کور کې ګاز ډبه چاودلې چې له امله یې درې ښځې مړې شوي او يو ځوان ټپي شوی دی. د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند، طاهر احرار ویلي، چې مړه شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.








