په روسیه کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن په دغه هېواد کې د چین له سفیر ژانګ هانهویي سره کتلي. روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د سیمې د ډاډمن امنیت د پیاوړتیا په برخه کې پر ګډې مبارزې او سیمهییزو همکاریو خبرې کړې، او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.








