د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي. نوموړي زیاته کړې، دغه انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان په دې ناسته کې شتون نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي او ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان د امنیت په اړه پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي. ذبیحالله مجاهد دغه راز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هيچا پر وړاندې نه کارول کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د ځینو ګاونډیو هیوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.








