د اوکراین ولسمشر د فرانسې ۲ ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له روسیې سره په روانه جګړه کې یې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي. ولادیمیر زیلینسکي په دې مرکه زیاته کړې، چې په وژل شویو سرتېرو کې تازه جذب شوي او مسلکي سرتېري هم شامل دي. د نوموړي په خبره پر یادو رسمي شمېرو سربیره د هغو کسانو شمېر هم خورا لوړ دی، چې د جګړې په ډګر کې لادرکه شوي او برخلیک یې څرګند نه دی. د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې د وژل شویو سرتېرو شمېر نږدې ۴۶ زره ښودلی و.








