د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، ۱۴ افغان وګړي چې د ایران او ترکیې په پوله په واورو کې بند پاتې وو ژغورل شوي او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي. یادې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په درېیو بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي. ځایي چارواکو ژمنه کړې، چې له هر یو کس سره به ۱۰زره افغانۍ نغدي مرسته هم وشي. اروپايي او سیمهییزو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ له زیاتوالي سره هممهاله، د ایران او ترکیې په سړو سرحدي سیمو کې ورته پېښې زیاتې شوې دي.








