د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې د شاوخوا ۷۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت یې د ۵ پراختیايي پروژو تړونونه له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي. سرچنیې ویلي، په دغو پروژو کې د ۴سبسټېشنونو جوړول او د کابل د شپږم فیډر د اضافه بارۍ ستونزې حل او تخنيکي اړتیاوو پوره کول شامل دي.








