د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر دا مهاله یې په افغانستان کې ۲.۳ مېلیونه کسانو ته د خوراکي توکو مرستې رسولې دي. اوچا زیاته کړې، چې له بشري مرستندویه سازمانونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د یخنۍ له امله زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو چارې چتکې کړې دي. اوچا دغه راز ویلي، چې د یخنۍ موسم سره سم یې په افغانستان کې له ۳.۲ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او په راتلونکې اونیو کې د ۲.۱ مېلیونه نورو کسانو سره د خوړو د مرستې پلان لري.








