بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې بهیر تر چتر لاندې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې څلورمه غونډه د یوناما په کوربهتوب کابل کې په حضوري او انلاین بڼه و شوه. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده غونډه چې په کابل ګرنډ هوټل کې وشوه، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې او روغتیا وزارتونو استازو، یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او د ګڼو هېوادونو سفیرانو او متخصصینو ګډون کړی وو. د خبرپاڼې له مخې، د ا.ا استازو ویلي، د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راټیټ شوی. دوی د بدیل معیشت او د روږدو درملنې لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې چې ګډونوالو بیا د مرستو ډاډ ورکړی.








