له پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د «ډاکار» په نوم له یوې مرستندویه موسسې سره یې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له زلزلهځپلو کورنیو سره د مرستې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. سرچینې ویلي، چې یاده موسسه به له زلزلهځپلو کورنیو سره د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي. د هوکړې د لاسلیک پر مهال د یادې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ باید ډاکار موسسه اړمنو کسانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا پروژه دې په شفافه توګه پلي کړي. په افغانستان کې د ډاکار موسسې مشر پیدر تورننګ ډاډ څرګند کړی، چې د پروژې په تطبیق کې به ټول معیارونه په پام کې نیسي او اړمن خلک به ترې برخمن شي.








