له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن غرمه افغان لوبډله د هند پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې سیالي ترسره کوي. دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجو د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې پیلېږي. د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه کې انګلینډ اسټرالیا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیداکړه. نن ورځ دویمه نیمه پایلوبه د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې له انګلینډ سره سیالي ترسره کړي.








