د امریکا پوځ خبر ورکړی، چې د ایران یوه بېپیلوټه الوتکه چې د عربي سمندرګي پر لور ابراهام لینکن الوتکهلېږدوونکې بېړۍ ته نږدې کېده، نسکوره کړې ده. سرچینې ویلي، دغه بې پیلوټه الوتکه د امریکا اېف ۳۵ الوتکې ویشتلې ده. یو امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې یاد ایرانی شاهد-۱۳۹ ډرون د امریکا د سمندري ځواکونو د الوتکهلېږدوونکې بېړۍ پر لور الوت کاوه، چې وروسته د امریکا د اېف ۳۵جنګي الوتکې له خوا ویشتل شوی او نسکور شوی دی. تر اوسه د دې پېښې په اړه د ایران له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او نه هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه نور مالومات ورکړل شوي دي.








