ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ماشومان د رواني روغتیا لپاره له بنسټيزو اړتیاوو لکه خوړو، اوبو او زدهکړو ترڅنګ لوبو ته هم اړتیا لري. یونیسف زیاته کړې، چې لوبې د ماشومانو د ښوونې، خوندیتوب او د رواني-جسمي روغتیا په برخه کې مهمه ونډه لري. ویل کېږي چې د لوبو اسانتیاوې برابرول کولی شي له ماشومانو سره مرسته وکړي څو رواني فشارونه ښه مدیریت کړي او خپل ټولنیز او ذهني مهارتونه پراخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګڼ ماشومان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.







