جاپان کې د درنې واورې له امله ۳۰ تنه مړه شوي دي. د دغه هېواد چارواکو زیاته کړې، چې په ځینو سیمو کې د واورې کچه تر ۳۰۰ سانتيمترو پورې رسېدلې چې د خلکو تګراتګ، د بېړنیو مرستو رسونه او ورځنی ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. په راپور کې راغلي؛ ډېری قربانیان د واورې ښویېدنې، کنګلونو او یا هم د کورونو د چتونو پرېوتو له امله مړه شوي دي.








