د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان جنرال کونسل نورمحمد متوکل د ترکمنستان له جنرال کونسل قوانچ مراد اوز ممدویچ آتایف سره کتلي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ښو اړیکو پر دوام ټینګار کړی او د اقتصادي همکاریو، په ځانګړي ډول د زیربنایي پروژو د پراخولو پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.








