د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، ټاکل شوې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر، رشید مردوف په مشرۍ له لوړ پوړي ترکمن پلاوي سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه رسمي لیدنه وکړي. اقتصادي معاونیت ویلي چې دغه لیدنه به نن د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي. ویل کیږي چې په دې لیدنه کې به د سوداګرۍ، ترانسپورت او پانګونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د بحث امکانات وڅېړل شي.







