په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د بغلان امنیتې مسوولینو ویلي، چې دا پېښه په «کیلهګي» سیمه کې د پاسو او فیلډر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې پکې اووه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د مسوولینو په خبره، د دې پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي. په هېواد کې د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.







