د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د بغلان د کیلهګي په سیمه کې د دوو موټرونو د ټکر له کبله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپيان دي. یادې قومندانۍ د ټپیانو د کره شمېر په تړاو څه نهدي ویلي. ورته مهال د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۵ کسان ټپیان شوي دي. د مسوولینو په خبره د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی. د پنجشېر لپاره د امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد وايي، دغه پېښه د شنبې په ورځ د شتل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کرولا موټر د بل ورته موټر مخه بنده کړه او قید شوی موټر سیند ته ولوېده.








