د راپورونو له مخې د ایران په بندرعباس او اهواز کې دوه چاودنې شوي چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده. د هرمزګان ولایت د بیړنیو چارو د کنټرول ادارې خبر ورکړی، چې شنبه په بندرعباس ښار کې په یوه هستوګنیزه ودانۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۱ کس وژلی او ۱۴ نور ټپیان کړي دي. د ځايي چارواکو په خبره چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله شوې. بلخوا په اهواز کې هم چارواکو تایید کړې چې په کیانشهر سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د چاودنو تر راپورونو وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د ایران د سمندري ځواک د قومندان علیرضا تنګسیري د وژنې خبره رد کړد کړې. اسراییل هم ویلي چې دوی په ایران کې د شنبې ورځې په چاودنو کې لاس نه لري.







