د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د څهباندې ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۹ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو لګولو کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل و. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.








