په کانګو هېواد کې د کان لوېدو پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۷ تنو ته ورسېد. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د کانګو په روبایا کانونو کې د کولتان کان د تېرې چهارشنبې په ورځ راغورځېدلی و چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼ شمېر کان کیندونکي ترې لاندې شول.کولتان چې د مبایلونو، کمپیوټرونو، د هوايي صنعت او نورو مهمو برېښنایي وسایلو په جوړولو کې کارول کیږي، د نړۍ شاوخوا ۱۵ سلنې یې د کانګو له روبایا کانونو ترلاسه کیږي.








