د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران هغه مهال د اټومي مذاکراتو بیا پیل ته چمتو دی چې دا خبرې د متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ ترسره شي. عراقچي دا څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په استانبول کې د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې د ایران دفاعي او توغندیز توان به هېڅکله د مذاکراتو موضوع نه وي. عراقچي دا هم ویلي، چې د ایران دفاعي چمتووالی د ۱۲ ورځنۍ جګړې تر کچې ډېر لوړ دی او خبرداری یې ورکړ چې هر ډول تیری به له پخوا سخت او سمدستي ځواب ولري.








