د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په افغانستان کې د سختو واورو او بارانونو له کبله د اوښتي ځاني او مالي زیان په پار د افغانستان بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ته د تسليت او خواخوږۍ پيغام رالېږلی دی. وانګ يي په خپل پيغام کې پر مړه شويو کسانو خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له خپلوانو سره يې ژوره خواخوږي ښودلې او د تسلیت مراتب يې ورته وړاندې کړي دي او ټپیانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هیله څرګنده کړې ده. د یادولو وړه ده چې تیره اوونۍ په افغانستان د درنو واور له کبله یو شمېر هېوادوالو ته ځانياو مالي زیانونه اوښتي وو.








