په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین د فرانسې د سفارت له چارسمبالي فابریس سیباسټین سره کتلي او د افغانستان د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې، روغتیایي خدمتونو، د راستنېدونکو اړتیاوو او دوهاړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي. د افغانستان سفارت ویلي چې ټاکل شوې دغه فرانسوي ډیپلوماټ په نږدې راتلونکي کې د نورو سلا مشورو لپاره کابل ته سفر وکړي. همداراز سهیل شاهین د هالنډ د سفارت له سرپرستې لټیشیا وان اش سره هم جلا کتنه کړې او د ډیپلوماټیکو اړیکو، بشري مرستو او د راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.








