ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې به د اسیايي پراختیايي بانک په همکارۍ د خوړو د خوندیتوب لپاره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پروژه پلې شي. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې دا دوه کلنه پروژه به تر ۱۵۱ زره زیاتې هغه کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي چې له ایران او پاکستان راستنې شوي یا د وروستیو زلزلو له امله زیانمنې شوې دي. راپور کې راغلي، دا پروژه په داسې وخت کې پیلېږي چې افغانستان له سختېدونکي لوږې او بشري بحران سره مخ دی. د مرستو کمښت، اقتصادي ستونزې او د کډوالو جبري راستنېدنه د لوږې وضعیت لا پسې ژور کړی دی.








