د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، چې د افغانستان په ښوونځيو کې د خوړو وعدې ګڼو ماشومانو ته ژغورونکې دي او تر ډېره یې د ورځې په اوږدو کې لومړني خواړه وي. یاد سازمان راپور ورکړی چې د خپلو شریکانو په همکارۍ توانېدلي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د لومړنیو ښوونځیو ماشومانو له روغتیا او زدهکړو ملاتړ وکړي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو یو بل بنسټ یونیسف ویلي و چې په افغانستان کې ۹۴۲ زره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي او شاوخوا ۷۰۰ زره نور د متوسطې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام هم راپور ورکړی و چې روان ژمي څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه په ډېرېدو ده.








