د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو له کبله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د چهارشنبې پر شپه، جلالاباد ښار کې شوې ده. د نوموړي په خبره، پېښه د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په «غوچکو» سیمه کې شوې ده. په دې پېښه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی. قریشي بدلون زیاته کړې، چې ښځې او ماشومان هم د دې پېښې په قربانیانو کې شامل دي. تر اوسه د دغه کور د چت د نړېدو اصلي لامل نه دی څرګند شوی.








