د لغمان د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال به په ټول ولایت کې نږدې یو میلیون میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول شي. د یاد ریاست رییس مولوي عبدالستار محمد رسنیو ته ویلي، چې د پلان له مخې به ټولټال ۹۷۶ زره او ۸۶۳ نیالګي کېنول شي، چې له دې ډلې څه باندې ۱۸ زره نیالګي د کرنې ریاست له لوري او پاتې نور د شخصي قوریه لرونکو او اړوندو موسسو له خوا کېنول شي.








