په ایران کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، یو شمېر هغه افغانان چې د ایران- ترکیې په سرحد کې په واورو کې بند پاتې و، د دغو کسانو د وضعیت معلومولو او حل په برخه کې یې بېړني اقدامات ترسرهکړي دي. په تهران کې د افغانستان سفارت زیاتوي، هغه هېوادوال چې د سختې یخنۍ له امله یې پښې هم ژوبلې شوې وې، د نغدي مرستې ترڅنګ ورسره بېړنۍ روغتیايي مرسته شوې ده. د یاد سفارت په خبره دغه کسان به ډېر ژر هېواد ته ولېږدول شي.








