د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو د ماشومانو د خوارځواکۍ له کړکېچونو سره مخ دی او د دغه ناورین له امله هر کال شاوخوا ۳٫۷ میلیونه افغان ماشومان له شدیدې کمزورۍ له ستونزې اغېزمن کېږي. یونېسف زیاته کړې، چې، شدیده کمزوري یوازې لوږه نه ده، بلکې دا د ماشوم د مړینې ګواښ ۱۲ برابره زیاتوي، د ژوند په لومړیو ۱۰۰۰ ورځو کې د ماغزه وده زیانمنوي، د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او ماشومان د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې ډېر زیانمنوي. یونېسف خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري کړکېچ له تېرو ۲ لسیزو راهیسې په بنسټیز ډول نه دی بدل شوی، خو ورسره هممهاله د مرستندویه سرچینو کمښت دغه وضعیت نور هم خطرناک کړی دی.








