د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ترکمنستاني سیال رشید مردوف سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمهییزو همکاریو او د ګډو پروژو پر راتلونکې خبرې وشوې. متقي د ټاپي، اوسپنې پټلۍ او ټاپ پروژو د عملي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی. رشید مردوف هم د ګډو اقتصادي پروژو د چټکتیا او د اړیکو د لا پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی.








