ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د چهارشنبې په ورځ د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي. افغان لوبډله په دې سیالیو کې چې اندونیزیا یې کوربنه ده، په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبره د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو لپاره د چمتوالي په ترڅ کې په تایلنډ کې تمریناتي لوبې ترسره کړي دي. دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.








