په تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۷۰۰زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۶۹۹ زره ۸۲۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۰۲۵ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.








