د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو این ډي پي) راپور ورکړی، چې افغانستان د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او د هیواد ډیری اوسېدونکي پایدارې برېښنا ته لاسرسی نه لري. د راپور له مخې د افغانستان څه باندې ۸۰ سلنه اوسېدونکي پایدارې برېښنا ته لاسرسی نه لري او د هېواد د انرژۍ شبکې د مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو د برابرولو وړتیا نه لري. په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د برېښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي؛ هغه چې د تخنیکي ستونزو له کبله تر ډېره ناپایداره او د باور وړ نه ده. یو این ډي پي، وایي د افغانستان کورونه په منځنۍ کچه د ورځې تر ۱۰ ساعتونو برېښنا لري او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا ناڅاپي پرې کېدل یوه عادي خبره ده.








