د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې «د مور او ماشوم د نقدي مرستو پروګرام» له څه باندې ۲۵ زرو کورنیو ملاتړ کړی دی. یونیسف وایي دا پروګرام کورنیو ته نقدي مرستې د روغتیا، تغذیې او پاملرنې د پیاوړتیا په موخه ورکوي. سرچینې ویلي چې د دغه پروګرام پام د مخنیوي او پاملرنې پر پياوړتیا ورټول دی څو کورنۍ وکړای شي په خپلواکه توګه د ماشومانو او میندو بنسټيزې اړتیاوې پوره کړي. دا مرستې مهال کېږي چې په افغانستان کې ګڼې اړمنې کورنۍ د فقر او اقتصادي ستونزو له امله کافي خوړو، روغتیايي خدماتو او د ژوند لومړني امکاناتو ته اړین لاسرسی نه لري.








