د راپورونو له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي او د پښتونخوا په صوابۍ کې په ۲ جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د بلوچستان ځایي چارواکو ویلي، چې د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په یک مچ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۷ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. دغه راز د پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ ځايي چارواکو هم خبر ورکړی، چې د صوابۍ پر عمومي سړک د پنځو موټرو د ټکر په پېښه کې ۲ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.








