د نورستان په واما ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو په پېښه کې دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د نورستان ولایتي مسوولینو ویلي، چې یاده پېښه د واما ولسوالۍ اړوند کور درې کلي کې رامنځته شوې وه، چې له امله یې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. ورته مهال د نورستان والي قاري ذین العابدین عابد اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې سيمې ته مرستندويه ټيمونه ولېږي ترڅو په واوره کې ورک شويو کسانو لټون پيل کړي.








