عامې روغتیا وزارت د سختې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ پلی کیدونکی پلان پرانېست. د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د سختې خوارځواکۍ ملي لارښود او پلی کیدونکی پلان د نړۍوالو معیارونو، د روغتیایي بنسټونو سپارښتنو او د هېواد د واقعي اړتیاوو پر اساس چمتو شوی څو په وخت سره په یوه سیستم کې د خوارځواکۍ تشخیص، معیاري درملنه او پرلپسې څار تنظیم کړي. حقاني ټینګار وکړ، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، څو دغه لارښود یوازې تر مرکزه محدود نه شي او د هېواد ټولو لریو پرتو سیمو ته ورسول شي.








