اسوشېتېد پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې په امریکا کې له شنبې تر دوشنبې پورې د سخت ژمني توپان، زیاتې یخنۍ او واورو له امله ۲۸ کسان مړه شوي دي. د راپور له مخې دغه ناورین د دې هېواد په سویلي ایالتونو کې رامنځته شوی او له امله یې د سلګونه زره کورونو او د سوداګریزو مرکزونو برېښنا هم پرې شوې ده. د امریکا د هوا پوهنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په ځینو برخو، په ځانګړي ډول په پنسلوانیا ایالت کې تر ۵۰ سانتيمتره پورې واوره ورېدلې ده. د راپور لهمخې، د امریکا په سویلي سیمو کې له یخ سره ګډ باران د ونو څانګې ماتې کړي او د برېښنا ستنې یې راغورځولې دي.








