د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزمېري ډېکارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې یاد سازمان هڅه کوي د دوحې له بهیر څخه په ګټې اخیستنې افغانستان بېرته له نړۍوالې ټولنې سره ونښلوي. نوموړې له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، نړۍواله ټولنه د ښځو او نارینو د حقونو برابري او د نجونو د زدهکړو حق مهم بولي. ډېکارلو همدارنګه ویلي چې د دوحې د بهیر کاري ډلې به په فبرورۍ میاشت کې په کابل کې ناسته وکړي. ډېکارلو دغه راز زیاته کړې چې له نشه يي توکو سره مبارزه نړۍوال ملاتړ او بدیلو کښتونو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه هم هڅه کوي چې افغانستان په دې برخه کې لازمې مرستې ترلاسه کړي.








