د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړۍوال سازمان په همکارۍ، په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۵۰ مستحقو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده. یادې مرستې د دغه ولایت په نورګل، خاص کونړ، وټهپور، چپهدره، شیګل، مروره او اسعداباد ولسوالیو کې وېشل شوي دي. د یاد ریاست په وینا، دغه مرستې د هغو کورنیو لپاره برابرې شوي چې د طبیعي پېښو، بېوزلۍ او نورو ستونزو له امله له جدي اړتیاوو سره مخ دي، او موخه یې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول دي. چارواکي زیاتوي، چې د مرستو د وېش بهیر په شفاف ډول ترسره شوی او هڅه روانه ده چې دا ډول بشري مرستې د کونړ نورو سیمو ته هم وغځول شي، څو زیانمنو کورنیو ته پر وخت لاسرسی ومومي.








