په داووس نړۍوال اقتصادي فورم کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي توند غبرګون ښودلی دی. عراقچي پر اېکس پاڼه زېلنسکي تورن کړی چې د لویدیځو هېوادونو پر مالي ملاتړ تکیه کوي او په عین حال کې د امریکا د ایران پر ضد پوځي اقدام ملاتړ کوي. نوموړي ویلي، ایران د خپل ځان د دفاع توان لري او بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لري. د عراقچي دغه غبرګون داسې مهال کېږي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي په خپله وینا کې د ایران د اعتراض کوونکو وضعیت ته اشاره کړې وه او ویلي یې و، چې نړۍوال ملاتړ د اعتراض کوونکو لپاره کافي نه دی.








