د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه نن سهار اندونیزیا ته ورسېده. د فوټسال اسیا جام سیالۍ د راتلونکي سېشنبې په ورځ د اندونیزیا په کوربهتوب پیلیږي. په دغو سیالیو کې افغانستان په ډي ګروپ کې له سعودي عربستان، ایران او مالیزیا سره لوبې لري.








