د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې ویلي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې ۲۷۱۱ راستنو شویو کډوالو ته هستوګنیزي ځمکې وېشلي دي. د ا.ا مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې کونړ ولایت کې ۱۶۷، لغمان کې ۱۲۳، ننګرهار کې ۲۷۰، کندز کې ۷۶، میدان وردګو ولایت کې ۷۵ او په کندهار ولایت کې ۲۰۰۰نمرې وېشل شوې دي. فطرت ویلي، چې تر دې مهال په ټوله کې ۵ زره او ۵۴۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې ویشل شوې دي.








