د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې شورا منشور د سویس د داووس اقتصاد نړۍوال مجمع کې د هېوادونو د یو شمېر استازو او رهبرانو په حضور کې لاسلیک کړ. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ له لاسلیک وړاندې ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په همکارۍ به په غزه کې پراخ اقدامات وکړي.








