د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزارت معین، احمدالله زاهد په بنګلهدېش کې د (بکمیا) تر چتر لاندې د ټوکر لویو تولیدي کارخونو څخه لیدنه کړې ده. صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دواړو لورو ترمنځ بنګلهدېش ته د افغانستان د پنبې پر صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې دي. د بنګلهدېش د ټوکر تولیدوونکو اتحادیې د افغانستان د لوړ کیفیت پنبې د پېر او د دوامدارو سوداګریزو اړیکو د جوړولو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.








