د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې په دې هېواد کې د وروستیو لاریونونو پر مهال ۳۱۱۷ تنه ووژل شوي، چې له دې ډلې ۲۴۲۷ تنه امنیتي ځواکونه او هېوادوال و او ۶۹۰ تنه نور «ترهګر» و. د نوموړي په وینا، چې د دې لاریونونو په لړ کې سلګونه امبولانسونه او مسافر وړونکي بسونه، ۷۵۰ بانکونه، ۳۵۰ جوماتونه، ۲۰۰ ښوونځي، ۸۰۰ موټر، ۶۰۰ د ایټيایم ماشینونه او سلګونه دولتي ودانۍ تخریب شوې دي.







