د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله زاهد بنګلهدېش ته د خپل سفر پرمهال، د هغه هېواد د سوداګرو ټولنې له غړو سره کتلي دي. زاهد په دې کتنه کې ویلي، افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې لپاره یو باوري او پرانستی بازار دی. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا، د سوداګریزو پلاوو د تګ – راتګ او د خصوصي سکټور د مستقیم تعامل پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.







